ایکنانیوز- شیخ نعیم قاسم له ایکنا نیوز سره په خبرو کې د فلسطین موضوع او آرمان د مسلمانانو د وحدت لومړنۍ نښه او سمبول وباله او په دې زمینې کې ئې اسلامی وحدت په تحقق کې دعالمانو رول ته به اشارې سره د صهونیسټي رژيم په نامې د ګډ دښمن وجود ددغه ګډ او جنایتکار دښمن په وړاندې د مسلمانانو د وحدت او یووالی لازمه وبلله .
هغه روښانه کړه ،له دغه وحشي او جنایتکار دښمن سره دمقابلې او له مینځه وړلو او لپاره د مسلمانانو لپاره له وحدت او یووالی پرته بله چاره بباقي پاتې نه ده.
د لبنان د حزب الله غورځنګ دغه لوړپوړي مقام له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو دعادي کیدا نه رواوالی ته په اشارې سره ټينګار وکړ، د اسلامی او عربی هیوادونو خلک د اړیکو دعادی کیدا مخالف او د مقاومتی چورلیز پلویان دي او دا خپل حق ګڼي او له صهیونیسټي دسیسو اوپروژو سره مقابله له مقاومت پرته ممکنه نه ده . دهغه په وینا پر اسلامی مقاومت ټينګار به په سیمې کې لوي بدلون راولي.
شیخ نعیم قاسم زیاته کړې ده ، فلسطین د مسلمانانو د وحدت نښه او لومړنۍ آرمان او موضوع ده ،ځکه چې فلسطین نیول شوی دی او نیوااکګر صهونیسټان، فلسطین، عری او اسلامی نړۍ په شیشت کې راوستې او ورباندې حملې کوي . له دې امله مونږ که د فلسطین په چورلیز سره غونډ شو او وحدت او یووالی ولرل شو،نو نو د ګډ وحشي صهیونیسټي دښمن په وړاندې دریدلی یوو.